ټرمپ: شمالي کوریا ته ویلي؛ زه هم د اټمي وسلو بټنه لرم

ټرمپ: شمالي کوریا ته ویلي؛ زه هم د اټمي وسلو بټنه لرم



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، ۱۳مه) د امریکا ولسمشر د شمالې کوریا د مشر په ځواب کې ویلي، چې د ده هم د اټمي وسلو د استعمال بټن تل پر مېز وي؛ وايي، د متحده ایالاتو د اټمي وسلو بټنه لویه او زیاته قوي ده.
ټرمپ په ټویټر ولیکل، د شمالې کوریا د ولږې سره مخ رژیم یو څوک باید کېم جونګ اون ته ووايي چې زه هم د اټمي وسلو بټنه لرم او زما بټن د هغه له یوه څخه قوي او لویه ده او زما بټن کار هم کوي.
بل خوا د شمالي کوریا مشر د نوي کال په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي و د اټمي وسلو بټن يې تل په مېز وي، خو د هغه په خبره هغه وخت به اټمې وسله وکاروي کله چې د شمالې کوریا امنیت له ګواښ سره مخ شي.
ښاغلي کېم جونګ اون له جنوبې کوریا وغوښتل چې د سولې خبرې پیل کړي.
که څه هم د امریکا ولسمشر له جنوبي کوریا سره د خبرو لپاره د اون پیشنهاد ته د شک په نظر کتلي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top