په حکومت کي د جنګسالارانو د شتون ناوړه پایلې‎

په حکومت کي د جنګسالارانو د شتون ناوړه پایلې‎



که له یوې خوا بهرنیانو د جمعیت اسلامي په شمول نوري جگړمارې ډلې پر افغان ولس د اقلیتونو د حق او د مساوي واک په پلمه وتپلې، د بلي خوا مخکني ولسشمر کرزي یادې جګړمارې ډلې هغه وخت لا نورې ښه تقویه کړي او زیات واکونه په ځانګړي توګه په امنیتي او دفاعي ادارو کې چې د یو هیواد د ملا د تیر حیثیث لري ورکړل.

کله چې د طالب د بغاوت څپې په پراخېدو شوې، ممکن ښاغلي کرزي ددې ډلو په نارضایت کې د طالب بغاوت تر څنګ د بل بغاوت د راټوکیدلو ویره محسوس کړې وه، داسې ښکارېده چې د ښاغلي کرزي په اندیښنه طالبان هم پوه شوي وو، چې په ۲۰۱۲ کال کې يې د مجاهدینو واک ته د رسیدو د کلیزې په پلمه مجاهدینو ته په خطاب کې په یوې اعلامې کې وویل، چې که د دوی (طالبانو) بغاوت نه وای، حکومت به پخوا لا دوی له خپلو ادارو شړلي واي.

په واک کې ددغه جګړمارو ډلو شمولیت به ظاهراً د ولسمشر کرزي اندېښنه د یو بل بغاوته رفعه کړې وه، خو دا يي هیره کړې وه، چې ددغه جګړمارو ډلو قومندانان د طالبانو په څېر پاکستاني استخباراتو نوکران پاتې شوې دي. همدا ډلې وې چې په ډېر وحشیانه توګه يې ددې هیواد سلګونه زره وګړي ووژل او هیواد يې په کنډواله بدل کړ. څنګه به د باور وړ وي چې دغه ډلې به د خپلو بادرانو د امورو اطاعت ونه کړي، د پخوا په څېر به د پاکستاني استخباراتو چوپړ ته ژمني پاته نه شي، یا به د څو لکو تر کالدرو د معصومو هیوادوالو وینو ته اهمیت ورکړي، هغه وخت چې د وزارت داخله او دفاع محرم اسناد او پلانونه د طالبانو پر انټرنیټي سایټونو را څرګند شول، د نظامي کارډونو او نظامي یونیفورم سره په رنجرو کې د کابل د امنیې قومندانۍ او داخله وزارت ته ترهګر ورسول شول، د ښاغلي کرزي پلان او هیله يې معکوسه ثابته کړه. ده چې له څه ویره درلوده په حقیقت کي ګواښ تر هغه لا خطرناک وو.

هغه جګړمارې ډلې چې ښاغلي کرزي يې له بغاوته ویریدو، تر بغاوت په خطرناک شکل د نظام په منځ کې د سرطان بڼه غوره کړه. د بهرینو اطباعو تر تښتولو او بیا د پاکستان پر استخباراتي ملیشو (طالبانو) پلورلو او د امنیت له پلوه کابل تر ټولو خوندي سیمو پورې د بمونو او باروتو ډک موټرونو رسولو پر هیڅ هغه څه صرفه ونه کړه چې په کولو يې. دوی ته پاکستانۍ کالدارې ورتلې.
 
په دفاعي قوه کې يې نتیجه دا وه، چې د پوځ سرتیرو په هلمند، کندز ، اروزګان .... د ترهګرو سره ان په ځینو سیمو کې تر یوې میاشتې مقاومت ورسته د لوږې او اکملاتو نه رسولو له امله ځنې ترهګرو ته تسلیم شول.

د ځینو سره چي د بخت ملتیا وه د تیښتې زمینه په لاس ورغله. د کندهار په کاریز ولسوالۍ کې په یوه ورځ د پوځ څلویښتو سرتیرو هغه وخت د شهادت جامونه پر سر پورته کړل، چې د قرارګاه قومندان، چې د یوې جګړمارې ډلې په واسطه ګمارل شوی وو، د ترهګرو د یو لوی احتمالي برید په اړه د ملي امنیت ریاست د هغه خبرداریو پروا ونه کړه چې ددغه ریاست له خوا د دریو ورځو پرلپسې ورکول کیدل. دايې یو څو مثالونه دي ان که هغه څه چې مو سترګو لیدلي دي ولیکو ښايي په څو مقالو کي هم خلاصه نشي.

راځو دې ته که چيرې یادې ډلې د حکومت برخه نه وای، نو بيا د ترهګرو دومره پیچلي او سخت بریدونو ناشوني وو ، ځکه دا د یو عادي افغان وګړی او یا هغو ترهګرو چې په کلیو کې په ډاډه زړه خوب نشي کولای یا د لیوانو تر غارونو د بیري نشي راوتلای، تر وس وتلې ده، چې هم به د نظامي مجالسو خبریږي او هم به د منظم پلان په اساس د بریدونو لپاره حکومتي وسایط وکاروي. یا دا چې د داخله وزارت او دفاع وزارت محرم اسنادو ته لاس رسی ولري، یا دا چې د بمونو ډک ټرکونه د کابل زړه ته ور ورسوي، همدارنګ په سپینه ورځ د مخورو وژنې، تښتونې او په منظمه توګه غلاوې هم د یو عادي افغان د وسه وتلې ده. که یادې ډلې د حکومت برخه نه وای، نو نه به طالب ترهګره ډله دومره قوي وای او نه به د هېواد امنیت دومره خراب وضعیت کې وای.

اوس هم اوبه تر ورخه نه دي تیرې، په امنیتي ادارو کې اصلاحات د ترهګرۍ او اداري فساد د مرګ په معنا دي ، کله چې امنیتي ادارې مسلکي شي، نو په نورو دولتي ادارو کې څوک د تعقیب او توقیف له ویرې فساد نشي کولاي، کله چې فساد نه وي، ترهګر په خپل قوت په بمونو سنبال تر ښارونو نشي رتللیو ان ددې وړتیا به هم د لاسه ورکړي چې یوه لیري پرتې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top