اجرائيه رياست: د بريښنايي پېژند پاڼو په اړه د ولسمشر فرمان بايد د ملي شورا له خوا ورستی شي

اجرائيه رياست: د بريښنايي پېژند پاڼو په اړه د ولسمشر فرمان بايد د ملي شورا له خوا ورستی شي



روهي (څلورنۍ/۱۳ د مرفومي)، ټاکل شوې وه چې د وګړو د احوالو او ثبت ادراه به روانه اونۍ د بريښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ پيل کړي، ولسمشر او اجرائيه رئيس به لومړۍ پېژندپاڼې واخلي، خو د ځينو سياسي خنډونو له امله ياده پروسه بلې اونۍ ته وځنډېده.
 
د حکومت د اجرئيه رياست وياند پرون په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې ولس حق لري ترڅو خپلې غوښتنې له حکومت سره ګدې کړي، د نوموړي په وينا د بريښنايي پېژند پاڼو په اړه د ولسمشر فرمان بايد د ملي شورا له خوا ورستی او نهايي شي.

کله چې ولسي جرګې د بريښنايي پېژند پاڼو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان رد کړ، نو د مشرانو او ولسي جرګې ګډ کمېسيون ياد فرمان تائيد کړ او په بريښنايي پېژند پاڼو کې يې د قوم ترڅنګ د اسلام او افغان کلمې ورزياتې کړې.
 
اوس د حکومت دننه يو شمېر سياسي کړۍ هڅه کوي چې په ياد فرمان يو ځل بيا رايه اچونه ترسره شي، او يا هم بايد برښينايي پېژند پاڼې د هغه قانون له مخې ووېشل شي، چې ولسمشر درې کاله وړاندې توشيح کړ او په رسمي جرېده کې هم خپور شوی دی.

داسې راپورنه شتون لري، چې ډاکټر عبدالله عبدالله، عطامحمد نور، لطيف پدرام او يو شمېر نورې کړۍ نه غواړي چې په برېښنايي پېژند پاڼو کې د افغان او اسلام کلمي ولېکل شي او دوی هڅه کوي چې د يادو کلمو د لېکلو مخنېوی وکړي.

خو بله خوا، د ولسي او مشرانو جرګې يو شمېر غړي په دې ټېنګار کوي، چې د برېښنايي پېژند پاڼو په اړه ډېر بحث شوی او هر څه يې د قانون اړوند ترسره شوی، نور نو بايد د يادې پروسې رسمي وېش پيل شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top