صالح؛ پاکستان ته ویلي، ټرمپ د افغانستان او یا د هند جاسوس نه دی

 صالح؛ پاکستان ته ویلي، ټرمپ د افغانستان او یا د هند جاسوس نه دی



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۳مه) د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني مشر او د افغانستان د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د پاکستان پر وړاندې د امریکا ولسمشر وروستي څرګندونې تاریخي وبللې.
ښاغلي امرالله صالح پاکستان ته په اشاره ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د شمالي اتحاد غړی او یا هم د افغانستان او د هند د استخباراتو جاسوس نه دی، بلکې هغه د امریکا ولسمشر دی او د افغانستان د پنجشیر ولایت سره هم هیڅ ډول تړاو نه لري، لکه څنګه چې پاکستاني چارواکو تل په خپلو افسانوي ویناوو کې له دغو موضوعاتو یادونې کړي دي.
د صالح په خبره، د امریکا ولسمشر په سمه توګه او په سمو الفاظو کې د پاکستان په هکله له حقایقو پر ده پورته کړې او حتی په خپل بیان کې له هغو الفاظو نه کار اخیستی چې افغانانو تل ور څخه د پاکستان د ځینو بنسټونو پر وړاندې یې کارولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ تيره ورځ وویل، چې واشڼګټن په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته ۳۳ میلیارډ ډالر ورکړي، خو په بدل کې پاکستان یواځې هغو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي چې امریکایي پوځیان د هغوي د ښکار پسې ګرځي.
 ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی، چې له دې وروسته دا کار د منلو وړ نه دی ځکه پاکستانیان فکر کوي چې امریکایي مشران احمقان دي.
د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پنس هم کابو دوه اونی مخکې د بګرام په  هوایي ډګر کې له امریکایي ځواکونو سره د خبرو پر مهال ویلي و چې له اوږدې مودې راهیسې پاکستان افغان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي دي.
 پنس ټینګار کړی و، چې اوس هغه ورځو پای رسیدلې دي او پاکستان په دې اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرتیا هم ترلاسه کړی دی.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top