عطا محمد نور: په بلخ کې د ملي امنیت ریاست د خلکو ترمنځ وسلې ویشي ترڅو بلخ نه امنه کړي

عطا محمد نور: په بلخ کې د ملي امنیت ریاست د خلکو ترمنځ وسلې ویشي ترڅو بلخ نه امنه کړي



(روهي ـ ۱۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۳مه) د افغانستان اسلامي جمعیت اجرائیه ریس او له بلخ ولایت څخه لرې کړای شوي والي عطا محمد نور ادعا کړې، چې د ملي یووالي حکومت په ځانګړې ډول د افغانستان د ملي امنیت ریاست په بلخ ولایت کې د نا امنيو په هڅه کې دی.
هغه ویلي، د ملي امنیت ریاست اړوند ځینې کړۍ په دغه ولایت کې د خلکو ترمنځ وسلې ویشي ترڅو بلخ ولایت نه امنه کړي.
ښاغلي نور په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو د خپل وینا په ترڅ کې یې ټینګار کړی چې په بلخ ولایت کې د داعش د نفوذو مخه به ونیول شي.
د بلخ د پخواني والي په وینا، ټاکل شوې چې د جمعیت اسلامي او ملي یووالي حکومت ترمنځ یوه غونډه په نژدې ورځو کې جوړه شي.
نور ښکاره د بلخ ولایت او د ده د استعفا په هکله د حکومت د وروستي پرېکړه په اړه اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د جمعیت او حکومت د غونډې په پایله کې به خپل وروستي دریځ په ډاګه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ارګ ماڼۍ کابو دوه اونۍ مخکې اعلان وکړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ والي عطا محمد نور استعفا منظور کړی دی.
د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس له دې وړاندې ویلي وو چې د ملي یووالي حکومت مشران نه شي کولې دی له دندې ګوښه کړي او د بلخ د والي په توګه خپل کار ته به ترهغه دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top