جوزجان کې نږدې ۵۰ داعش وسله والو وژل شوي

جوزجان کې نږدې ۵۰ داعش وسله والو وژل شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۳مه) د افغانستان په شمال جوزجان ولایت کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي او یا هم ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت ویلي، د داعش وسله والو پر خلاف تازه هوایي بریدونه د درزاب ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا په یوې خپرې کړې خبرپانه کې راغلي، چې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د جوزجان ولایت د درزآب ولسوالۍ کی د داعش د ۵ تنه سیمه ایزو قوماندانانو، قاری شجاع د استخباراتو مسوول، رییس غنی ، صحبت الله ، دا ملا حکیم عرب، آغا رحیم او ۲ تنه بهرنی ترهګرو په ګډون ۲۶ تنه داعشیان وژل شوي.
د یادې خبرپاڼه له مخې، په دغو هوایي بریدونو کې د داعش ۲۰ تنه وسله وال ټپیان هم شوي او د هغوی ۱ موټر له منځه وړل شوی دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top