ننګرهار : په اچین ولسوالۍ کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او ۴ ټپیان دي

 ننګرهار : په اچین ولسوالۍ کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او ۴ ټپیان دي


(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۳مه) د افغانستان په ننګرهار ولایت اچين ولسوالۍ کې په یوه نښته کې د امریکايي سرتیرو یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان دي.
د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، امریکايي ځواکونو ویلي، دا پېښه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې شوې ده.
بل خوا په شمال کې د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ویلي، د سې شنبې په ورځ په دې ولایت کې په یو لړ هوايي بریدونو کې د داعش ډلې سره تړلي ۲۶ وسله‎وال وژل شوي چې په وژل شویو کې یو شمېر فرانسویان هم شامل دي.
د افغانستان په لویدیځ فراه ولایت کې بیا مسوولین وايي چې د سې شنبې په ورځ دغلته د یوې ولسوالۍ د امنیې قوماندان د طالبانو په یو کمین کې وژل شوی دی.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top