نیکې هیلي: پاکستان دوه ګونې لوبه کوي، د مرستو ورکول ځنډول شوي

نیکې هیلي: پاکستان دوه ګونې لوبه کوي، د مرستو ورکول ځنډول شوي



په ملګرو ملتونو کې دامریکا سفیره نیکي هېلي وایي چې کلونه کیږي پاکستان دوه ګونې لوبه پر مخ وړي.
نوموړې په نیویارک کې د ډونالډ ټرمپ له وروستیو څرګندونو سره په تړاو کې وویل چې پاکستان له یوې خوا له موږ سره ګډ کار کوي او له بلې خوا یې هغو ډول ته خوندي ځایونه برابر کړي چې په افغانستان کې زموږ پر سرتیرو حملې کوي.
له دې امله د امریکا حکومت له پاکستان سره د ۲۵۵ملیونه ډالرو مرسته ځنډولې ده.
له بلې خوا د سپینې ماڼۍ ویاندې ټینګار کړی دی چې باید پاکستان د امریکا له خوښې سره سم د ترهګرۍ پر وړاندې اقدامات وکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top