جنرال رازق: حکومت نشي کولی ما له دندې ګوښه کړي

جنرال رازق: حکومت نشي کولی ما له دندې ګوښه کړي



روهي (څلورنۍ/۱۲د مرغومي)، د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق په خپلو نوې څرګندونو کې ويلي، چې د ملي يووالي حکومت د مشرانو له خوا، نه يم ټاکل شوی او دوی نشي کولی ما له دندې لېرې کړي.

نوموړی وايي، " د ملي يووالي حکومت يو ائتلافي حکومت دی نه انتخابي، زه د کندهار د خلکو په خوښه ټاکل شوی يم او د کندهار خلک به زما د لېرې کېدو پرېکړه کوي، نه د ملي يووالي حکومت مشران."

د رازق په وينا د حکومت روانې کړنې د زغم وړ نه دي او لامل به يې دا شي چې خلک له حکومت څخه واټن واخلي.

په ناتائيد شو راپورونو کې راغلي، چې بلخ ته د نوي والي له ورپېژندل وروسته ولسمشر پلان لري چې د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق هم له دندې ګوښه کړي.

ښاغلي رازق دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د بلخ مستعفي والي عطا محمد نور نن ورځ په خپلو نوې څرګندونو کې ويلي، چې ترهغه به دنده خوشي نه کړي ترڅو د جمعيت ګوند پرېکړه ورته نه وي رسېدلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top