پاکستان د ټرمپ د څرګندونو په اړه، د امريکا سفير (ډيويډ هيل) احضار کړ

پاکستان د ټرمپ د څرګندونو په اړه، د  امريکا سفير (ډيويډ هيل) احضار کړ



روهي (څلورنۍ/۱۲ دمرغومي) د پاکستان حکومت د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ د ورستيو څرګندونو په اړه، په پاکستان کې د ياد هېواد سفير د پوښتنو او ګروېګنو لپاره غوښتی.

نن ورځ د پاکستان حکومت د امريکا سفير ډيويډ هيل احضار کړ، ترڅو د ټرمپ د ورستيو څرګندونو په اړه ترې پوښتنې وکړي.
 
دا امريکا متحدو ايالتونو د سفير احضارولو پرېکړه د پاکستان د کابينې له بيړنۍ ناستې وروسته شوی.
 
ولسمشر ټرمپ په يو ټوېټ کې پرون ولېکل، "په تېرو ۱۵ کالنو کې امريکا په احقمانه ډول پاکستان ته ۳۳ مېلېارده ډالر ورکړل، پاکستان يې په بدل کې مونږ ته د دروغو ژمنې راکړي او زمونږ مشران يې تېرايستل، پاکستان هغه ترهګرو ته خوندې پټنځايونه ورکړل د کومو پر وړاندې چې مونږ په افغانستان کې جګړه کوو."
 
پاکستان د امريکا حکومت د يادو څرګندونو په اړه په خپل سمدلاسه غبرګون کې ويلي وو، "امريکا په افغانستان د ماتي له امله په غوسه ده، امريکا بايد په افغانستان کې د خبرو - اترو له لارې وړاندې لاړه شي نه د جګړې له لارې."

په افغانستان کې د ولسمشر ټرمپ د ورستيو څرګندونو هرکلی شوی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top