د عطا نوې څرګندونې "دا خو يوه د بلخ قول اردو ده، که پنځه نور هم شي زه ورڅخه نه وېرېږم"

د عطا نوې څرګندونې "دا خو يوه د بلخ قول اردو ده، که پنځه نور هم شي زه ورڅخه نه وېرېږم"



روهي (څلورنۍ/۱۲ دمرغومي)، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور نن ورځ په خپلو نوی څرګنودنو کې ويلي، چې منتظر دی، ترڅو د افغان حکومت او اسلامي جمعيت ګوند ترمنځ خبرې پیل شي.

نوموړي په تونده لهجه د خپلې ويرې په اړه وويل، "زه پوښتنه لرم، چا د بلخ د ۲۰۹ شاهين قول اردو ته چا ويلي وو، چې ما احضار کړي، څوګ دا مسووليت په غاړه اخلي، زه به تر اخېره دا خبره تعقيب کړم، دا خو يوه د بلخ شاهين قول اردو ده، که پنځه هم شي زه ورڅخه نه وېرېږم."

نور ويلي، هڅه کيږي ترڅو په هېواد کې د سېکولارېزم پروګرامونه پلې شي، نو په دې اساس جهادي او نور ې ملی څېرې ل حکومت څخه ګوښه کيږي.

نوموړی وايي، "ما کلونه په بلخ کې د هېواد لپاره خدمت وکړ، اوس حکومت غواړي چې د داعش لپاره ما له دندې لېرې کړي، خو زه به داعش لپاره په شمال کې يوه مانع وم او اجازه به ورنه کړم چې د حکومت له خوا د داعش پروژه دلته پلې شي."

عطا محمد نور د ځان د ګوښه کېدنې په اړه وويل، "چې دا يوازې زما ګوښه کېدنه نه ده، دا د جهاد د لوی کورنۍ پر وړاندې دسيسه ده، او زه به چا ته اجازه ور نه کړم چې دې ارمان ته ورسيږي."

دوه اونۍ وړاندې ولسمشر د عطا محمد نور استعفا قبوله کړه، خو نوموړي تر اوسه خپله دنده نه ده پرېښودلي.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top