مجیب او ناوین نولس کلنو نړیوال جام ستوري

مجیب او ناوین نولس کلنو نړیوال جام ستوري



د کریکټ نړیوالې شورا پر خپل سایټ لیکنه خپره کړې او په هغې کې يې یو شمېر هغه لوبغاړي یاد کړي چې لس ورځې وروسته به د نولس کلنو په نړیوال جام کې راښکاره شي او خپلې وړتیاوې به وښايي.

د افغانستان لپاره د کپټان ناوین الحق او ورپسې د مجیب ځدراڼ نوم یاد شوی او لیکلي يې دي، د افغانستان لپاره یوازې راشد نه دی چې باید خبرې پرې وشي، بلکې ورپسې د مجیب په څېر اف برېکر هم شته چې یوازې د نړیوالو نولس کلونو لپاره اسانه نه ده بلکې دا هغه هستي ده چې په ټاپ سټېج کې هم باید ترې لوبغاړي لار بدله کړي.

مجیب وروسته له هغې چې د ایرلېنډ خلاف لوبډلې ته راغی او په لومړۍ لوبه کې يې وېکټې ګوزار کړې هغه څه و چې د افغان کریکټ ملي لوبډلې راتلونکی يې روښآنه ثابت کړ.

لیکنه کې اشاره شوې چې ناوین الحق او مجیب ځدراڼ هغه نومونه دي چې دوی افغان ملي لوبډله هم لوبولې او تر لاندې لوبغاړو زیاتې تجربې له دوی سره شتون لري.

خو دلته به موږ هم ولیکو چې یوازې همدا دوه نومونه نه دي بلکې د قیس احمد، ابارهیم ځدراڼ، اکرام علي خېل، او رحمان الله ګربز نومونه یاودل په کار دي داسې چې دوی خپل ټيم ډېر ښه چلولی شي، خو ورپسې د بهیر خان محبوب نوم چې په کورنیو لوبواحمدشاه ابدالي څلور ورځينیو لوبو کې زیاتې منډې جوړې کړې او دا وخت پّ نیوزلېنډ کې په تمرینو دوه لوبو کې ۱۰۰ او ۹۸ منډې جوړې کړې چې دا به هم دافغان نولس کلنې لوبډلې د مېډل ارډر لپاره ستره تکیه وي.

په لیکنه کې د پاکستان او بنګلادېش د لوبډلې هم د څو لوبغاړو نومونه یاد شوي چې دوی به هم د خپلو لوبډلو لپاره ښه لوبغاړي وي.

خو په ټوله کې به د نولس کلنو په دغه نړیوال جام کې چې روانه میاشت لس ورځې وروسته په نوزلېنډ کې پیلیږي یو شمېر لوبغاړي چې نومونه يې راغلي دا دي چې هغوی وړاندې تر دې چې د نولس کلنو په جام کې ولوبیږی د خپلې ملي لوبډلې لپاره يې هم لوبې تر سره کړې دي.
Shabir Noori Afghanistan
Najibullah Zadran Afghanistan
Rashid Khan Afghanistan
Malachi Jones Bermuda
Kyle Hodsoll Bermuda
Ruvindu Gunasekera Canada
Hiral Patel Canada
Nikhil Dutta Canada
Jamie Atkinson Hong Kong
Irfan Ahmed Hon Kong
Thomas Odoyo Kenya
M Sheikh Kenya
Ranjan Das Bangladesh
Enamul Haque jr Bangladesh
Mushfique Rahim Bangladesh
Narendra Hirwani India
Shakeel Khan Pakistan
Hasan Raza Pakistan
Abdul Razzaq Pakistan
Imran Nazir Pakistan

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top