لوګر : د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته کې د ملي اردو ۲ سرتیري وژل شوي

لوګر : د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته کې د ملي اردو ۲ سرتیري وژل شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۲مه) د افغانستان په لوګر ړلایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې دوه سرتیري وژل شوي دي.
د دغه ولایت مسوولین وايي، نن سهار اته بجې د محمداغې ولسوالۍ په واغجان بازار سیمه کې د ملی اردو دوه سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
 د لوګر ولایت والي ویاند سلیم صالح ویلي، چې په دغه نښته کې د ملي اردو دوه سرتیرو سربیره یو ملکي کس ټپي شوی هم ده.
 صد ښاغلي صالح په خبره، وسله والو طالبانو د ملي اردو د ګزمې په موټر برید کړی ده او له سیمې تښتیدلي دي.
 
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په دغه نښته کې د ملي اردو پنځه سرتیري وژل شوي دي خو افغان ځواکونه ددوي ادعا ناسمه بولي.
 
 بل خوا ویل شوي، چې نن سهار وسله والو طالبانو محمداغې ولسوالۍ کې عمومي سړک تړلي وو او دیوه ساعت لپاره یې په سپرلیو و موټرو کې دولتي کسان لټول.
د سرچینې په حواله، په همدغه وخت کې د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
 
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top