ننګرهار کې پر طالبانو نوي هوایي بریدونه شوي

 ننګرهار کې پر طالبانو نوي هوایي بریدونه شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۲مه)د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د بېلا بېلو هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعش او طالبانو اوه غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام تیر ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي و، چې د بټي کوټ ولسوالۍ د امبار خانې اخندزاده ګانو کلي کې نن سهار يوولس بجې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول.
د یاد بیان معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې هم لمنځه وړل شوي.
بل خوا د اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه داعش وسله وال وژل شوي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top