د کندز د ټرانسپورت عوایدو زیات شوي

د کندز د ټرانسپورت عوایدو  زیات شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۲مه) د افغانستان د کندز ولایت د ټرانسپورت په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.
د دغه ولایت د ټرانسپورت د تنظیم رییس ښاغلي سید جواد جلالي ویلي، سږ کال دوی د ټرانسپورت د عوایدو له درکه له ۱۳،۵ میلیونه افغانیو زیاتې ترلاسه کړې دي.
وايې، چې د تېر کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی، تیر کال دا رقم ۱۱میلونه افغانۍ وو.
هغه زیاته کړې ده، چې د مالیې وزارت سږ کال د کندز د ټرانسپورت ریاست ته ۱۰ میلیونه افغانۍ هدف ټاکلی وو.
په کندز کې د عوایدو د زیاتوالي لامل د ټرانسپورت ریاست د کارکوونکو زیار او هم په دغه ولایت کې نسبي امنیت یادوي.

 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top