د افغانستان بانک: هر کال ۱۳ مېلېارده او ۵۵۰ مېليونه افغانۍ له زړښت وروسته سوځول کيږي

د افغانستان بانک: هر کال ۱۳ مېلېارده او ۵۵۰ مېليونه افغانۍ له زړښت وروسته سوځول کيږي



روهي (څلورنۍ/۱۲ د مرغومي)، د افغانستان بانک مسوولين وايي، چې هر کال ۱۳ مېلېارده او ۵۵۰ مېليونه افغانۍ بانک نوټونه له زړښت او زياتې کارونې وروسته سوځي.

د ياد بانک د مسوولينو په وينا په دې سره، په کلني ډول د هېواد اقتصاد ته اقتصادي ضربه رسيږي.

د افغانستان بانک کاغذي بانک نوټونو پرځای، د پلاستيکي بانک نوټو په طرحې کار کوي، په يو پلاستيکي بانک نوټ باندې ۳،۵ افغانۍ خرڅ راځي.

د پلاستيکي بانک نوټو په چاپ سره به، مرکزي بانک د هغې اقتصادي زيان مخه ونيسي، چې کاغذي نوټونه له زړښت وروسته مرکزي بانک له مارکيټ اخلي او بيا يې سوځي.

د کابل ښاريان وايي، چې دوی هڅه کوي ترڅو د بانکي نوټو په ساتنه کې پوره پاملرنه وکړي، خو ډېری ځلې د بانکونه له خوا دوی ته زړه بانک نوټونه ورکول کيږي.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top