خوست ولایت کې د خښتو په بټیو کې د موټر ټایرونو سوځولو د سرطان ناروغي زیاته کړې ده

خوست ولایت کې د خښتو په بټیو کې د موټر ټایرونو سوځولو د سرطان ناروغي زیاته کړې ده



د خوست ولایت اوسیدونکي شکایت کوي، چې د خښتو په بټیو کې د موټر د ټايرونو او نورو کیمياوي توکو څخه د سون موادو په توګه کار اخیستلو روغتیايي ستونزې رامنځته کړي دي.
د خوست اوسيدونکي د عامې روغتیا مسوولین او د خوست چارواکي په دې پړه ګڼي، چې په دې برخه کې يې پاملرنه نده کړې او دا ورته مهمه مساله نه ښکاري، په داسې حال کې چې د سالنډۍ او سرطان ناروغيو پېښې په دغه ولایت کې زیاتې شوي دي.
له خوست ولایت نه د درملنې په موخه کابل ته راغلې یو کورنۍ روهي وېبپاڼې ته ويلي، چې د دوی کلي چې د اسمعیل خېلو- مندوزيو ولسوالۍ د «کچ خېلو» په سیمه کې دی، څلور خواوو ته يې دا ډول ۱۴ بټۍ فعالې دي، چې د دوی په کورنو کې تور ګردونو او ايرې وريږي او د سیمې هوا یې سخته ککړه کړې ده.
د دوی په وینا، چې په لنډه موده کې په دې سیمه کې د د لسو شا و خوا کسان چې د مختلف عمر وو، د سرطان په ناروغۍ اخته او ژوند له لاسه ورکړی دی. دوی همدازار د سالنډۍ او نورو تنفسي ستونزو د رامنځته کیدو خبره هم کوي.
د یادونې ده، چې په دې برخه کې نه یوازې دولت مسووليت لري، چې دا ډول بټۍ له استوګنو سیمو خوندي ځایونو ته وليږي او د سون موادو کنټرول يې وشي، بلکې عام خلک هم په دې برخه کې پوه شي، چې د بټیو لپاره خپله ځمکه په کرایه ورنکړي.
د یادونې ده، چې په پلازمېنه کابل کې هم غريب خلک د کور د ګرمولو لپاره پلاستیکونو سوځوي، او په دې برخه کې دا عامه پوهاوی نشته، چې د پلاستيکي توکو سوځول د سرطان او نور خطرناکو ناروغيو سبب کیدلی شي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top