ننګرهار: د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ۸۳ داعش جنګياليو ته مرګ - ژوبله اوښتي

ننګرهار: د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ۸۳ داعش جنګياليو ته مرګ - ژوبله اوښتي



روهي (څلورنۍ/۱۲ د مرغومي)، د ننګرهار ولايت د ولايتي ادارې د مالوماتو پر بنسټ د ياد ولايت په (هسکه مينه) ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د داعش وسله والې ډلې ۶۵ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوې دي.

په يادو عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي ټپيان شوي او يو هم وژل شوی دی.

د چارواکو په وينا داعش جنګياليو د ملکي خلکو په کورنيو کې سنګرونه نېولي، نو پدې اساس ملکي وګړو ته په کې مرګ - ژوبله رسېدلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top