د ټرمپ په ورستيو څرګندونو بېلا بېل غبرګونونه، "پاکستان وايي چې امريکا په افغانستان کې ماتي خوړلي"

د ټرمپ په ورستيو څرګندونو بېلا بېل غبرګونونه، "پاکستان وايي چې امريکا په افغانستان کې ماتي خوړلي"



روهي (څلورنۍ/۱۲ د مرغومي)، د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په خپل ټوېټر د پاکستان پر وړاندې سختې څرګندونې وکړې چې په افغانستان او بهر کې يې يو شمېر غبرګونونه درلودل.
 
ترمپ په يو ټوېټ کې ولېکل، "په تېرو ۱۵ کالنو کې امريکا په احقمانه ډول پاکستان ته ۳۳ مېلېارده ډالر ورکړل، پاکستان يې په بدل کې مونږ ته د دروغو ژمنې راکړي او زمونږ مشران يې تېرايستل، پاکستان هغه ترهګرو ته خوندې پټنځايونه ورکړل د کومو پر وړاندې چې مونږ په افغانستان کې جګړه کوو."
 
د افغانستان په استازېتوب، په امريکا افغان سفير حمدالله محب د يادو څرګندونو هرکلی کړی او دا يې يو مثبت ګام بللی، ښاغلي محب ازادۍ راډيو ته ويلي، "پاکستان په دې پار له امريکا مرستې اخلي چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه وکړي، خو په کور دننه يې هغه پټځايونه نه دې وران کړي چې ترورېستان ورڅخه په افغانستان کې بريدونه کوي."
 
د يو پاکستاني ټلوېزون د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه آصف ويلي، "امريکا په افغانستان د ماتي له امله په غوسه ده، امريکا بايد په افغانستان کې د خبرو - اترو له لارې وړاندې لاړه شي نه د جګړې له لارې."

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ټرمپ يادې څرګندونې ستايلي او هرکلی يې کړی، "د جمهور رئيس ټرامپ دغه اظهارات د افغانانو د هغه پنځلس کلن موقف تائيد دی چې ویل مو تروریستان او د دوی ځالې د افغانانو په کلیو او کورونو کې نه بلکې بهر دي او د افغانانو پر کورونو بمبارۍ له تروریزم سره مبارزه نه بلکې له افغانانو سره زیاتی دی. دا هغه څه دې چې افغانانو په تېرو پنځلسو کلونو کې وار وار پرې ټینګار کړی خو هېڅکله ورته پاملرنه وه نه شوه."

بل خوا يو طالب چارواکي مولوي عبدالرحمن نيازي يادې څرګندونې د امريکا له لورې د افغانانو تېرايستنه بللي او په وينا که امريکا په افغانستان کې د ريښتنې سولې په لټه کې وي، نو لومړۍ بايد خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي.

د ټرمپ له څرګندونو وروسته هندي رسنيو هم په يادې موضوع مختلف بحثونه درلودل او د پاکستان پر وړاندې يې د امريکا د نوي دريځ په اړه شننې درلودې.

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې يادې څرګندونې کوي، چې د افغانستان لپاره د نوموړي د نوې سټراټېژۍ په اعلان سره په پاکستان فشارونه راوړل شوې وو، ترڅو د ترهګرۍ سره په مبارزه کې ريښتني همکاري وکړي، خو د نوې سټراټېژۍ له اعلان وروسته په افغانستان کې د وسله والو مخالفينو د بريدونو کچه لوړه شوه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top