بدخشان کې د مخدره موادو ۴ لابراتوارونه له‎منځه وړل شوي

 بدخشان کې د مخدره موادو ۴ لابراتوارونه له‎منځه وړل شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۲مه) د افغانستان په بدخشان ولایت کې افغان ځواکونو د سخت دريځو وسله والو د مخدره موادو څلور لابراتوارونه له‎منځه وړي دي.
د دغه ولایت والي ښاغلي احمد فیصل بيکزاد وايي، لابراتوارونه د یکشنبې په ورځ په ارګو ولسوالۍ کې د عملیاتو په نتيجه کې له‎منځه وړل شوي.
هغه زیاته کړې ده، چې د مرغومي په ۱۰مه نېټه د هغو قاچاق وړونکو په ضد چې مخدره توکي یې پروسس کول؛ تصفوي عملیات کړې دي.
ښاغلي بیکزاد په دې ولايت کې د قاچاق وړونکو او مخدره موادو د کاروباریانو پر وړاندې عمليات به تر یوه - دوو ورځو پورې پای ته ورسېږي.
د راپورنو له مخې، دا په داسې حال کې ده، چې یوه مياشت مخکې افغان امنيتي ځواکونو د نړيوالو ائتلافي ځواکونو په ملاتړ، په هلمند ولایت کې د وسله‎والو طالبانو نهه فابريکې او لابراتوارونه له‎منځه وړي وو.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top