جوزجان کې د داعش ۱۸ جنګيالي وژلي

 جوزجان کې د داعش ۱۸ جنګيالي وژلي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۲مه) د افغانستان  په جوزجان ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې ۱۸ جنګيالي وژل شوي دي.
په شمال کې د ۲۰۹م شاهين قول اردو وياند نصرت‎الله جمشيدي وایي چې په وژل شويو کسانو کې د داعش ډلۍ دوه قوماندانان قاري شاجه او اقا رحيم هم شامل دي.
هغه زیاته  کړې، چې دوی کسفي راپور ترلاسه کړی و، عملیات یې کړي او او د ښاغلي جمشیدي په خبره په عملیاتو کې وژل شوي ټول له داعش دلې سره اړیکه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر ضد تصفوي عملیات پیل شوي دي.
لا خوا همماله د افغانتسان په نورو ولایتونو کې ژمني عملیات پیل شوي ، چې د دفاغ او کورنيو چارو وزارتونو د مسوولینو په خبره، په روانو عملیاتو کې یې د حکومت مخالفینو او وسله والو ډلو ته درانه تلفات اړولي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top