د افغانستان صادرات ۷۲۳ میلیون ډالرو ته رسېدلي

د افغانستان صادرات ۷۲۳ میلیون ډالرو ته رسېدلي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۲) د افغانستان د مالیې وزارت مسوولین خبر ورکوي، چې په روان ۱۳۹۶ مالي کال کې د افغانستان په عوایدو او صادراتو کې د پام وړ ډيرولی راغلی دی.
د دغه وزارت مسوولین وايي، په ۱۳۹۶ مالي کال کې د افغانستان صادرات ۷۲۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دوه کاله وړاندې دا اندازه ۵۸۰ میلیونه ډالره وه.
همدارنګه د ۱۳۹۶ مالي کال د ملي عوایدو کچه ۱۷۰میلیارده افغانیو ته رسېدلې، چې د دوو مخکنیو کلونو په پرتله ۷۰ میلیارده افغانۍ زیاتوالي ښیي.
د افغانستان مالیې وزارت د عامه اړیکو  رییس او ویاند ښاغلي اجمل عبدالرحیم زي تیره ورځ د روان کال د مرغومي په ۱۱مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د اقتصاد د عالي شورا د ناستې پایلې له رسنیو سره شریکې کړې دي.
هغه زیاته کړې، په ۱۳۹۶ مالي کال کې د هیواد اقتصاد ۲.۶ سلنه وده کړې، چې دا شمېره د هیواد د راتلونکې اقتصادي ودې لپاره یو ښه خبر دی.
ښاغلي عبدالرحیم زي د اقتصاد عالي شورا په نولسمه ناسته کې د مخابراتي محصول د راټولو د قانون د تعدیل په اړه د مخابراتو وزارت د طرحې، د تالک د منرال د زنځېري ارزښت څېړنه او د بغلان ولایت د سنګ کرکر او دودکش د ډبرو سکرو د کانونو او سمنټو فابریکو په اجاره ورکولو د قرارداد د راپور په اړه بحث او خبرې وشوې.
ویل شوي، چې د اقتصاد عالي شورا په ناسته کې د مخابراتي خدمتونو د محصول د قانون د یولسمې مادې د دوهمې فقرې او لسمې مادې د تعدیل په اړه پیشنهادي طرحه تایید او پرېکړه وشوه.
د معلوماتو له مخې په دې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د تالک منرال د استخراج او پروسس په موخه دې پانګه اچوونکي وهڅول شي.
سربیره په دې د عبدالرحیم زي په خبره، د صوتي او تصویري رسنیو د بانکي تضمین او د فعالیت د حق الامتیاز په برخه کې هم ۵۰ سلنه کموالی رامنځته شوی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top