فارياب: د يوې کورنۍ ۶ غړي وسله والو وژلي

 فارياب: د يوې کورنۍ ۶ غړي وسله والو وژلي



(روهي ـ۱۳۹۶لمریز، ۱۲مه) د افغانستان په فاریاب ولایت کوهستانات ولسوالۍ کې ځايي وسله والو د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي دي.
ددغه ولایت ولایتي شورا غړو ویلي، چې د دولت مخالفینو په کوهستاناتو ولسوالۍ کې  یو سړی، د هغه مېرمن او څلور زامن وژلي دي.
د فارياب د ولایتي شورا پخواني مرستيال محب‎الله مېرزاد چې اوس‎مهال په بندر سیمه کې د ولسي پاڅون‎والو د قوماندان په توګه فعالیت کوي؛ هغه رسنیو سره په خبرو کې دا منلې چې محمد له خپلې مېرمنې او څلورو زامنو سره په يوه خونه کې بيده وو چې طالبانو حمله ورباندې کړې وه.
ویل شوې چې یادې کورنۍ د وژل کېدو علت له دولت سره د هغوی مرسته بلل شوې ده.
د ځايي خلکو په وینا، طالبانو څو ځلي دې کورنۍ ته خبرداری ورکړی وو چې له دولت سره له مرستې لاس واخلي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎ دي ويلي.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top