دوه تنه، چې محبس ته يې نشه يي توکي ننویستل ونيول شول

دوه تنه، چې محبس ته يې نشه يي توکي ننویستل ونيول شول



روهي (څلورنۍ/د۱۲ مرغومي )، ننګرهار محبس کې دوه تنه، چې غوښتل يې له خپلو بنديانو سره وګوري نشه يي توکو سره يو ځای ونيول شول.

د معلوماتو له مخې يادو کسانو په خپلو بوټانو کې ۵۷ ګرامه هيروين او چرس ځای پر ځای کړي و او غوښتل، چې محبس ته يې دننه کړي.

نيول شوي کسان د نشه يي توکو پر ضد مبارزې مديرت کې تر پوښتنو لاندې دي.
بل لور ته د بهسودو ولسوالۍ کڅ سيمه کې په يوې کرولا ډوله موټر کې ۲۰۴ کيلو ګرامه چرس ونيول شول.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top