د ټرمپ د نننۍ څرګندونو په اړه د يو طالب چارواکي غبرګون

د ټرمپ د نننۍ څرګندونو په اړه د يو طالب چارواکي غبرګون



روهي (درې نۍ/۱۱ د مرغومي)، د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ نن ورځ په خپلو ورستيو څرګندونو کې په پاکستان نېوکې وکړې او ياد هېواد يې د ترورېزم سره په مبارزه کې تر انتقاد لاندې راوست.

ولسمشر ټرمپ د ټوېټر له پاڼې څخه د پاکستان په هغه سياست نېوکه وکړه، چې د نړيوالې ټولنې سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې پوره همکارۍ نه ده کړي او د پاکستان دننه ترهګر خوندي پټنځايونه لري، ولسمشر ټرمپ په د خپل ټوېټر په ټويټ کې ولېکل، "د امريکا مشرانو په تېرو ۱۵ کالنو کې پاکستان په مېلياردونو ډالر ورکړل، خو پاکستان يې په بدل کې هېڅ ونه کړل"

د مولوي عبدالرحمن نيازي په نوم يو طالب چارواکي د ټرمپ دياد څرګندو پر وړاندې غبرګون ښوودلی او په وينا يې، که امريکا په افغانستان کې دريښتنې سولې او د جګړې هيله لري نو لومړۍ دې خپل پوځيان له افغانستان څخه وباسي.

د نوموړي په خبره، امريکا په درغجنو وعدو سره افغانان تېر باسي او په يادو څرګندونو سره افغانستان د يوې رقابتي جګړې پر لور وړي.

عام افغانان او افغان حکومت پاکستان په دې تورن کوي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې لري او له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې په مساله کې ريښتنی نه دی، خو په پاکستان په وار - وار دا تورونه رد کړې دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top