حامد کرزی: "مونږ د ولسمشر ټرمپ د نننۍ څرکندونو هرکلی کوو"

حامد کرزی: "مونږ د ولسمشر ټرمپ د نننۍ څرکندونو هرکلی کوو"



روهي (درې نۍ/۱۱ د مرغومي)، د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ نن ورځ په خپلو ورستيو څرګندونو کې په پاکستان نېوکې وکړې او ياد هېواد يې د ترورېزم سره په مبارزه کې تر انتقاد لاندې راوست.

ولسمشر ټرمپ د ټوېټر له پاڼې څخه د پاکستان په هغه سياست نېوکه وکړه، چې د نړيوالې ټولنې سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې پوره همکارۍ نه ده کړي او د پاکستان دننه ترهګر خوندي پټنځايونه لري.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د ولسمشر ټرمپ د يادو څرګندونو هرکلی کړی او ستايلي دي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلې دي، " د جمهور رئيس ټرامپ دغه اظهارات د افغانانو د هغه پنځلس کلن موقف تائيد دی چې ویل مو تروریستان او د دوی ځالې د افغانانو په کلیو او کورونو کې نه بلکې بهر دي او د افغانانو پر کورونو بمبارۍ له تروریزم سره مبارزه نه بلکې له افغانانو سره زیاتی دی. دا هغه څه دې چې افغانانو په تېرو پنځلسو کلونو کې وار وار پرې ټینګار کړی خو هېڅکله ورته پاملرنه وه نه شوه."

اعلاميه زياتوی، چې په افغانستان ک روانه جګړه بايد بند شي، پرځاي يې بايد د پاکستان په پوځي چارواکو فشار راوړل شي ترڅو په افغانستان او سيمه کې سوله تامين شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په وخت کې ويلي وو، چې ترهګر او د هغوی ځالې د افغانستان له پولې بهر دی او د ترورېزم پر وړاندې جګړه هلته بايد ترسره شي چېرته د ترهګرو ځالې دي، نه د افغانستان په کليو او بنډو کې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top