تمرین تاسو بریا ته رسوي

تمرین تاسو بریا ته رسوي



تمرین او پریکټېس تاسو د بریا تر پړاوه رسوي، هغه کسان چې د ژوند په چارو کې له ننګونو او ستونزو سره مخ دي، دوی یوازې د پرېکټېس او تمرین په وسیله کولای شي چې خپل ځانونه د کامیابۍ تر مقامه رسوي.

که تاسو یو ماشوم ته متوجه شئ نو دوی په لومړیو کې ودریدی نه شي خو ددې لپاره چې ودریږي په سلګونو ځله په ځمکه را لویږي، بیا مبارزه کوي، پورته کیږي او بیا را لویږي، تر دې چې یو څه په ځای ودریږي او بیا هم ځان نه شي تم کولای تردې چې را ولویږي په همدې طور د دوی دغه عمل دوام پیدا کوي؛ ماشوم له ډېر دغه ډول عمل او تمرین نه وروسته ددې وړتیا پیدا کوي چې ودریږي، د ودریدو نه وروسته ماشوم بیا ډېر وخت وروسته په پښو د حرکت لپاره هڅه کوي، سره ددې چې ماشوم د خپلو پښو وهلو لپاره په ځمکه راغورځي آن چې د زیات پرېکټېس نه وروسته ددې وړتیا پیدا کوي چې په پښو تګ پیل کړي.

همدغه چوکاټ د ژوند په ټولو چارو کې د تطبیق وړ دی؛ هدف دا چې باید تمرین وکړو او بالاخره ځان ددې جوګه کړو چې یو کار په سمه بڼه سر ته ورسوو، هغه څوک چې د ژوند په چارو کې بریالي دي نو طبیعي ده چې دوی زیات پرېکټېس کړی او له ډېرې هڅې وروسته دغې پایلې ته رسیدلي دي.

د ژوند ټول کارونه په ډېر تمرین پیاوړي کیږي؛ که چېرته یو څوک په خبرو کې مهارت ونه لري نو دوی کولای شي چې دغه هنر د ډېر تمرین په واسطه خپل کړي، د کمپیوټر ټایپېنګ یوازې هغه څوک په ښه توګه کولای شي چې په دې برخه کې یې ښه تمرین کړی وي، د لوبو په ډګر کې هغه څوک پیاوړی لوبغاړی دی چې ډېر تمرین یې کړی دی او ځان یې دغې حالت ته را رسولی دی.

د پورتنیو مثالونو په بیانولو سره تاسو ته هم توصیه کولای شو چې که غواړي په یو عمل کې ډېر برلاسي وئ نو حتما تمرین وکړئ او ځان په دې مطمین کړئ چې نور دا کار بغیر له کومې ستونزې کولای شئ؛ په دې صورت کې واقعا بریالي کسان یئ.

په پای کې د تاکید په خاطر وایو که غواړئ چې د ژوند هر عمل په سمه بڼه تر سره کړئ او ویاړ مو په برخه شي نو تمرین وکړۍ، تمرین وکړئ او بیا هم تمرین وکړئ.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top