کابل: د فوټبال په غوره‎لیګ سیالیو کې ۳ لوبې ترسره شوې

 کابل: د فوټبال په غوره‎لیګ سیالیو کې ۳ لوبې ترسره شوې



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، ۱۱مه) ویل شوي، چې د کابل د فوټبال د ۱۴کلونو د غوره‎لیګ سیالیو په لړ کې نن یکشنبه مکروریان له کابل کلپ، شمالي هندوکش له پامیر او اردو له عدالت سره لوبه کړې ده.
د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسوول شفیع په ویلي، چې مکروریان «۳/۰» کابل کلپ، شمالي هندوکش «۳/۰» پامیر او دغه شان عدالت «۱/۰» اردو ته ماتې ورکړه.
د دغه لیګ په لړ کې تېره ورځ استقلال او عدالت لوبډلو لوبه «۱/۱» مساوي کړه، خو حمزه لوبډلې « ۰/۳» اردو او لویديځ هندوکش «۰/۱» رسول شهید ته لوبه وبایلله.
د کابل د فوټبال د ۱۴ کلنو لیګ درې میاشتې مخکې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ پیل شوی چې سبا سې شنبه پای ته رسېږي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top