په خوست کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ټيټه شوې

په خوست کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ټيټه شوې



(روهې ـ ۱۳۹۶لمریز، ۱۱مه) په خوست کې د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د روغتیا په برخو کې له نیمه لوړو زده کړو د سلګونو نجونو په فارغېدو سره د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راغلی دی.
نن په خوست کې د روفي روغتیايي زده کړو په نوم د یوه خصوصي انسټیټيوټ له بېلابېلو څانګو څخه د لسګونو نجونو او هلکانو د فراغت په غونډه کې د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وویل؛ لا اوس هم دوی د نرسانو او قابله‎ګانو د کمښت ستونزه لري.
د هغه په خبره، ډېرې نجونې چې د روغتیايي علومو نیمه زده کړې بشپړوي، نو په دې زده کړو بسنه نه کوي او ځانونه په پوهنتونونو کې شاملوي.
ویل شوي، په خوست ولایت کې پخوا په کورونو او روغتونونو کې د میندو او ماشومانو مړینه ډېره وه، خو په وروستیو کلونو کې د نرسانو او قابله‎ګانو په ګمارنې سره کمه شوې ده.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top