د اوبو او بريښنا وزير د ولسي جرګې د استېضاح له غونډي بريالی را ووت

د اوبو او بريښنا وزير د ولسي جرګې د استېضاح له غونډي بريالی را ووت



روهي (درې نۍ/۱۱ د مرغوکي)، د هېواد ولسي جرګې تېره ورځ د اوبو او بريښنا د وزير علي احمد عثماني د استېضاح پرېکړه وکړه، ښاغلي عثماني نن ورځ د ولسي جرګې په استېضاحي غونډه کې د خپل کار په اړه دليلونه وړاندې کړل او د وکيلانو قناعت يې لاس ته راوړ.
 
د ۱۶۷ ټولو خاضرو وکېلانو له رايو څخه، نوموړي ۱۲۴ مواقفې، ۳۶ رد، ۶ باطلې او يوه سپينه رايه واخېستله او په دې سره په خپل ځای پاتې شو.

د اوبو او بريښنا وزير، ولسي جرګې په دې سبب د استېضاح کړی وو، چې د ياد وزارت لپاره پر ځانګړې شوې بودجه له ۶۰ سلنه کمه خرڅ کړي او همدارنګه يې په ياد وزارت کې ځيني ټاکنو د اصولو پر خلاف کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top