غزني: د ۶ پولیسو په ګډون ۸ تنه د غلا او قتل په تور ونیول شول

غزني: د ۶ پولیسو په ګډون ۸ تنه د غلا او قتل په تور ونیول شول



روهي (درې نۍ/۱۱ د مرغومي)، د غزني ولایت د قره باغ او ګیلان ولسوالیو په اړوندو کې هغه اته تنه ونیول شول، چي د کابل ـ کندهار د لویې لاري په اوږدو کې به یې دخلکو پر ځوروني او وسله والو غلاوو لاس پوري کاوه.

دغه اته تنه د تیرو څلورو ورځو په جریان کې له مخکیني پلان سره سم نیول شوي، چي په نیول شویو کسانو کې د ملي او سیمه ایزوپولیسو ۶ تنه سرتیري هم شامل دي.

له دغو کسانو سره دوه غلا شوي موټر او دوه میله غیر قانوني وسله هم د پولیسو لاس ته ورغلي ده.
د نیول شویو ۸ تنو غلو دوسیې ترتیب او ډیر ژر به څارنوالۍ ته واستول شي.

روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلې دي، "د غزني ولایت رهبري او ټول امنیتي ارګانونه د جرایمو او غیر قانوني کړنو د له منځه وړلو او قانون ته یې د عاملینو پر سپارلو ژمن دي او هیڅ
دولتي ملکي او نظامي کارکوونکي ته به له دندي او صلاحیت څخه د ناوړه ګټي اخیستني اجازه ورنکړي، خو د نظام د ننه او بهر مفسدو او مجرمو څیرو په پیژندګلوي او نیولو کې د ولس همکاري اړینه ده."

دغه اته تنه چي ۶ تنه یې امنیتي سرتیري دي د ولس او خلکو له شکایاتو وروسته د هغوی په همکارۍ نیول شوي.



Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top