په هلمند کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو مسوول وژل شوی

په هلمند کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو مسوول وژل شوی



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، ۱۱مه) د افغانستان په ختیځ هلمند ولایت کې ځایي حکومتی مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځانمرګو بریدونو مسوول په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.
هلمند کې مسوولینو ویلي، مولوي احمد مسرور پرون ماښام د ګرشک ولسوالی په مربوطاتو کې د ۱۵ نورو وسله والو سره یوځای په هوایي برید کې ووژل شو.
بل خوا د هلمند ولایت مقام څخه په یوه خپاره کړه بیان کې راغلي، چې تېر ماښام د ګرشک ولسوالۍ شورکي سیمه کې د هوايي بریدونو پر مهال د طالبانو د درې مهمو قومندانانو په ګډون ۱۶ جنګیالي وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په وژل شویو قومندانانو کې مولوي احمد مسرور د ځانمرګو بریدونو مسوول سربیره ملا صدیق الله او مولوي سجاد هم شامل دي.
ویلي شوي، دغه مخالفین هغه مهال په نښه شوي، چې غوښتل يې شپږ ځانمرګي بریدګر نهر سراج ولسوالۍ ته انتقال کړي، چې د هوايي بریدونو له مخې بریدګر هم له منځه تللي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top