د ايران سپاه پاسداران، د يو ايراني د خلاصون په موخه په نيمروز کې په خپل سر پوځي عمليات کړي

د ايران سپاه پاسداران، د يو ايراني د خلاصون په موخه په نيمروز کې په خپل سر پوځي عمليات کړي



روهي (درې نۍ/۱۱ د مرغومي)، د ايران رسنيو خبر ورکړی، چې د سپاه پاسداران ډلې د قدس په نوم پوځي ډلګۍ د افغانستان په نیمروز ولايت کې د يو تښتول شوې ايراني وګړي د خلاصون په موخه عمليات کړي.

د راپورونو پر بنسټ، د قدس ډلګۍ د نيمرزو ولايت په یو کلي کې، پوځي عمليات وکړل او د حاجي ملک په نوم يې يو ايرانی انجنير يې د انسان تښتونکو څځه ژوغورلی دی.

نوموړی ايرانی ۱۷ ورځې وړاندې تښتول شوي وو، چې د سپاه پاسداران په امر د قدس ډلګۍ په عملياتو کې آزاد کړی شو.

افغان حکومت د هېواد دننه د ايران د سپاه پاسداران د عملياتو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ايران په افغانستان کې په سياسي او فرهنګي لاس وهنو تورن دی او دا ځل يې پرته له افغان حکومت سره د کومې اړيکې، د افغانستان د خاورې دننه په نمېروز ولايت کې پوځي عمليات وکړل.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top