په زابل او ارزګان کې۱١ طالبان وژل شوي

په زابل او ارزګان کې۱١ طالبان وژل شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، ۱۱مه) د افغانستان په جنوب لوېديځه حوزه کې د ملي اردو مسوولینو ویلي، چې په زابل او ارزګان ولايتونو کې یې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ١١ وسله وال طالبان وژلي دي.
٢٠٥ اتل قول اردو په خپلې یوې اعلاميه کې چې نن یې خپره کړې ده ویلي؛ دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ او د زابل په ميزانې ولسوالۍ کې شوې دي.
په دې موده کې د ٣ نورو وسله والو د ټپي کېدو، د يوه اندازه وسلې او مهماتو د نيول کېدو او له منځه وړلو خبر هم ورکړل شوى دى.
بل خوا وسله والو طالبانو تر دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top