ننګرهار کې پر داعش ډلې بې پیلوټه الوتکې برید کړی

 ننګرهار کې پر داعش ډلې بې پیلوټه الوتکې برید کړی



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، ۱۱مه) د افغانستان په ختیځ ننګرهار لایت کي امنیتي مسوولینو ویلي، چې په افغاستان کې میشت د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پنځه وسله وال وژل شوي دي.
ویل شوي، د اچين ولسوالۍ مامند سيمه کې د شبنې په ورځ د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې پنځه داعش وسله وال ووژل شول.
د راپورونو پر بنسټ، په دغه بريد کې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم لمنځه وړل شوي دي.
ننګرهار کې د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي وو، چې د هسکې مینې ولسوالۍ په کڅ سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې چې د داعش وسله والو پر یو پټنځای ترسره شو، چې په ترڅ کې یې درې داعش وسله وال وژلي او د دوی دوه اسونه، چې وسلې او مهمات یې پرې لیږدول،هم لمنځه وړي دي .
tags

ستاسې تبصرې

*


Top