د طلوع نیوز او ISI  تړون !

د طلوع نیوز او ISI  تړون !



په ټوله نړۍ کې  نيږدې ډيرې رسنۍ د استخباراتي ادارو قرار دادي شرکتونه وي او د سړې جګړې د پر مخ بيولو دنده پر غاړه لري، دغه ستونزه بیا له نورې نړۍ په افغانستان کې زیاته ده ، نيږدې ډيرې ملي او نړیوالې رسنۍ د قرار دادي شرکتونو دنده پر غاړه لري څوک د غربي استخباراتو سره قرار دادونه لري ، څوک له ایراني ،ځينې رسنۍ له پاکستان او ځينې هم له هند او چين سره قرار دادونه لري او د هغوي اجنډا پر مخ وړي .
څوک کاله وړاندې د ملي امنيت  د وخت ویاند لطف الله مشعل پر ځينو رسنيو تور پورې کړ چې د ایران او پاکستان له استخباراتي ادارو سره کار کوي ،دغې خبرې په هغه وخت کې يو زیات شمیر غبرګونونه هم له ځان سره لرل خو په خپل ذات کې دغه خبره دروغ او بې بنیاده نه وه .
اوس راځو د طلوع او د ای اس ای د نوي تفهام په اړه چې ځنګه ترسره شوی ؟ د کومې موخې لپاره ؟ په دې تفاهم لیک کې د دواړو خوا دندې او مسوليتونه څه دي .؟
له څو کلونو راهيسې په افغاني رسنيو کې د پاکستان پر وړاندې ډیر منفي تبلیغات کيدل چې دغې چارې د افغان ولس عامه ذهنیت د پاکستان پر وړاندې سل په سل تغیر کړ ، په رسنيو  کې داسې بحث او خبر به نه وو چې د پاکستان د شیطاني او رزیل سیاست په اړه به خبره نه پکې کيدله ،په دغو رسنيو کې موبي ګروپ او طلوع نيوز له نورو رسنيو مخکښ او مهمه دنده ترسره کوله .
د پاکستان استخباراتي اداره  د دوي پر وړاندې د افغانانو د عامه ذهنیت د خرابیدو له امله په اندېښنه کوه نو دوي په دې لټه کې وو چې په افغاني رسنيو کې د ځان لپاره يو ښه او قوي ملګری پيدا کړي چې هغه طلوع نيوز او موبي ګروپ دی .
د طلوع نيوز ولې دا کار کوي ؟
د موبي ګروپ او طلوع نيوز د مشر په اړه دا خبره مشهوره ده چې ما رسنۍ د تجارت لپاره جوړه کړې هر څوک چې پيسې راکوي زه د هغه ملګرتيا کوم ،نو معلومه خبره ده چې طلوع نیوز ته د پاکستان د استخبارتي ادارې لخوا پيسې ورکول کيږي .
د دې تر څنګ چې طلوع نيوز ته پيسې ورکوي ، له بریدونو څخه د خوندیتوب او په اسلام اباد کې د طلوع نیوز لپاره د دفتر پرانستل هم د يو امتیاز په شکل طلوع نیوز ته ورکړل  شوي .
په بدل کې طلوع نيوز څه کوي ؟
د پيسو او نورو امتیازونو په بدل کې طلوع نيوز د پاکستان استخباراتي ادارې ته درې مهم او اساسي کارونه ترسره کوي  .
اول : د طلوع نیوز لومړنۍ او  تر ټولو مهمه دنده په خپلو خبرو نو او خپرونو کې پر پاکستان فشار راکمول دي ، داسې خبرونه چې خورا  توند او پر پاکستان فشار پکې راوړل کيږي تر ډیره به يې له نشر څخه ډډه کيږي .
سياسي بحثونو ته به هغه کارپوهان نه راغوښتل کيږي چې پاکستان ضد نظریه لري په دې برخه کې يو پوره لېست د ای اس ای لخوا طلوع نیوز ته ورکړل شوی چې کوم کسان را وغواړي او کوم کسان را ونه غواړي .
د شاپور بختیار استعفا له طلوع نیوز څخه ددې خبر ښه ثبوت ده ، هغه ځينو دوستانو ویلي وو چې پر ما حلقه راتنګه شوه  زه مجبور شوم چې هغه کسان چې دوي را په نښه کوي را وغواړم او بلا اخیره د شاپور بختبار د استعفا یو لامل هم همدا وو .
دوهم : د طلوع نیوز دوهمه دنده چې باید ترسره يې  کړي د نجیبه فیض په نوم د يوې پاکستانۍ خبریالې لپاره په لمر او ارمان راډيو کې د خپرونو ورکول چې له دې لارې دا وکولای شي له سياسي او مهمو شخصیتونو سره بلده او اړیکې پيدا کړي .
د نجیبه فیض دنده د ځينو سياسي او مهمو څيرو بلک میل کول  دي ، اوس مهال هم زموږ یو شمیر سیاسي او ټولنیزو شخصیتونه د ای اس ای لخوا  همدې ته ورته د نجونو په قضیو کې بلک میل دي .
دلته يو څو نور دلالیل هم غواړم راوړم ،  د میجر عامر په نوم چې  د ای اس ای  یومهم  غړی دی ، د سلیم ساپي په مرسته د پښتنو خبریالانو ، فرهنګي او ټولنیزو څيرو سره اړيکې لري نو نجیبه فیض هم د میجر عام او سلیم ساپي ماموره ده ،پاکستان ورته په رسمي توګه تابعیت ورکړۍ ، پر پاکستاني پاسپورټ او شناختي کارډ نورو هیوادونو ته سفرونه کوي .نو اوس پوښتنه دلته پيدا کيږي کله چې نجیبه فیض په پاکستان کې د ژوند کولو دومره امکانات ولري څه اړتیا لري چې راشي او په افغانستان کې په یو عادي ټلویزون کې خپرونه پر مخ يوسي .
د معاش له نظره هم لمر ټلویزون نشي کولای چې نجیبه فیض ته دومره لوړ معاش ورکړي چې  په کابل کې ددې ژوند او د بهر سفرونو پرې وشي .په کابل کې په افغاني رسنیو کې لوړ ترين معاش تر ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو پورې ده خو په زر ډالر د نجیبه فیض لګښتونه ستونزمنه دي چې پوره شي نو په همدې دلیل ویلی شوو چې  نجیبه فیض د یو خاص هدف لپاره رالیږل شوې او هغه هدف د پاکستان ضد شخصیتونو بلک میل کول دي .
دریم : د طلوع نیوز دریمه دنده خورا بدنامه او شومه ده ،زموږ په هیواد کې ډیر خلک خبریالانو ته د احترام او  ډار په سترګه ګوري له رسنيو دغه ډار او احترام کله کله د افراط تر سرحده رسيږي ، ډیر وخت په سيمو کې چارواکي د خبریالانو ته د زړه  حال وايي خو خبر نه دي چې په خبریالانو کې ډيرې ستونزې شته  په هیواد کې نيږدې اتیا سلنه رسنۍ د استخباراتو او ډلو لپاره کار کوي .
په سيمو کې د طلوع نیوز خبریالان په اساني سره ټولو امنيتي اسرارو ته لاس رسۍ لري دوي په اسانۍ سره کولای شي د يوې پوستې د منځ ويډيو ،د شا و خوا ويډيو او هم له پوليسو په اسانۍ سره پوښتي چې دلته تاسې څه ستونزې لرئ ؟ نو پوليس د نه مسلکي توب له امله خبریالانو ته وايي وسله او مهمات نلرو ، خبریال بیا پوښتنه کوي څومره وسلې لرئ او کومې کومې ؟ نو پوليس په عادي ډول د پوستې ټول امنيتي معلومات له خبریال سره شریکوي ،د طلوع نیوز خبریالان دغه معلومات رالیږي مرکز ته او په کابل کې د ای اس ای  څانګې ته چې په طلوع نیوز کې شتون هغو ته سپارل کيږي ،دغه معلومات اسلام اباد ته انتقالیږي او وروسته له طالبانو سره شريکي کيږي .
طالبان کولای شي ددغو معلومات پر بنسټ د امنيتي قرار ګاه او پوستې لپاره يو ښه او کامیاب پلان جوړ کړي ، البته یوه یادونه باید  وکړ چې د  طلوع نيوز یو شمیر ولایتي همکاران  په نا خبري کې دغه چاره  مرکزي دفتر په دستور ترسره کوي خو یو شمیر يې شته چې مستقیمآ له پېښور څخه د همدې موخې لپاره را استول شوي .
tags

ستاسې تبصرې

*


Top