ولسي جرګه د اوبو او انرژۍ وزیر استیضاح کوي

ولسي جرګه د اوبو او انرژۍ وزیر استیضاح کوي



د ولسي جرګې وکیلان وایي چې نن به د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني ولسي جرګې ته استیضاح کړي.
عثماني له دې امله ولسي جرګې ته رابلل شوی دی چې ۶۰سلنه بودجه یې نه ده مصرف کړې خو ځینې وکیلان وایي چې عثماني د هغو وکیلانو له لوري استیضاح شوی دی چې له نوموړي یې شخصي غوښتنې درلودلې خو نوموړي نه وې منلي.
دا په داسې حال کې ده چې زیات شمېر وزارتونه هر کال خپله ورکړل شوې بودجه نشي مصرفولی که څه هم په هیواد کې ډېر کار ته اړتیا ده، او په ځانګړي ډول د اوبو او برېښنا ستونزه له لومړیتوبونو څخه ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top