ننګرهار: د ګډو ځواکونو په عملياتو کې، د ۶ مياشتو په موده کې ۹۹ داعش جنګيالي وژی شوې دي

ننګرهار: د ګډو ځواکونو په عملياتو کې، د ۶ مياشتو په موده کې ۹۹ داعش جنګيالي وژی شوې دي



روهي (دوه نۍ/۱۱د مرغومي)، د ننګرهار ولایت په چپرهار او پچیراګام ولسوالیو کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د سیلاب څلور، اووم نمبر په نوم عملیات، چې نږدې ۶ میاشتې وړاندې پیل شوي وو، د ۹۹ داعشیانو په وژل کېدو او ۲۱ نور په ټپي کېدو سره پای ته ورسیدل.

د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ پیل شوو عملیاتو کې، چې سرحدي ځواکونو، عامه نظم پولیسو، سیمه ییزو پولیسو، ملي پولیسو او ځانګړو ځواکونو شتون درلود، په ترڅ کې ۹۹ داعش ووژل شول، ۲۱ نور ټپيان شول، اته شکمن کسان نیول شوي،۷ عرادې وسایط له مخالفینو تر لاسه شول، د داعش دوه قرارګاوې او یوه د وسلو او مهماتو ډیپو د دوی تخریب شوې او لسګونه میله وسلې او مهمات هم د دوی تر لاسه او تخریب شوي دي.

د پیل شوو نږدې شپږ میاشتنیو عملیاتو په ترڅ کې د چپرهار او پچیراګام ولسوالیو ټولې سیمې د داعش له شتون څخه پاکې شوي او د مګړۍ په یادو ولسوالیو کې خلک په عادي ډول ژوند کوي.
خلکو ته د عادي ژوند برابرولو په موخه د عملیاتو په ترڅ کې یو شمیر امنیتي منسوبینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top