طالب چارواکی مولوي نيازی، " افغانيت او اسلاميت زمونږ لپاره سره کرښه ده"

طالب چارواکی مولوي نيازی، " افغانيت او اسلاميت زمونږ لپاره سره کرښه ده"



روهي (يوه نۍ/۱۰ د مرغومي)، له اوږدو بحثونو او نندريو وروسته، د ولسي او مشرانو جرګې ګډ کمېسيون په بريښنايي پېژند پاڼو کې د اسلام او افغان کلمو لېکل تصويب کړل.

په کور دننه يو شمېر کړيو هڅه کوله چې په بريښنايي پېژند پاڼو کې دې، د افغان او اسلام کلمې نه لېکل کيږي او يو شمېر نورو بيا افغانيت او اسلاميت سره کرښه بلله.

طالب چارواکو هم په وار - وار په بريښنايي پېژند پاڼو کې د اسلام او افغان د کلمو پرلېکلو ټېنګار کړی او هغه کسانو ته يې ګواښ کړی، چې په بريښنايي پېژند کې د يادو کلمو د لېکلو پر وړاندې خنډونه جوړول.

په هغه نوي خبرپاڼه کې، چې د طالب چارواکي مولوي عبدالرحمن نيازي له پتې روهي وېب پاڼې ته رالېږل شوې ده، يو ځل بيا په بريښنايي پېژند پاڼو کې د افغان او اسلام د کلمو پر لېکلو ټېنګار کوي او هغه وکيلانو ته ګواښ کوي چې د يادې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړه وي، اعلاميه زياتوي، "هغه پرديپالو ته خبر ورکو چې په پېژند پاڼو کې د افغان او اسلام د کلمو د نه لېکلو له غوښتنې په کرار شي او نور په دې مساله کې لاس وهنه ونه کړي، که چېرې وکيلان يو ځل بيا په پېژند پاڼو کې د افغان او اسلام د کلمو پر وړاندې منفي غبرګون څرګند کړي، نو طالب چارواکې به يي، د سر په بيه ورته تمام کړي."

افغان حکومت تېره اونۍ د بريښنايي پېژند پاڼو د ويش خبر ورکړی وو، خو د وېش ياده پروسه په رسمي ډول تر اوسه نه ده پيل شوي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top