ننګرهار: د یو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان ونیول شول

ننګرهار: د یو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان ونیول شول



روهي (يوه نۍ/۱۰ د مرغومي)، چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت مؤظفینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان نیولي دی.

د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د مرغومې په لسمه رسنیو ته وویل،د ملي امنیت مؤظفینو د رحمت الله نوم د یو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان د بېلابېلو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولي.

هغه زیاته کړه،یاد کسانو په بټي کوټ،خوږیاڼو،بهسود او سره رود ولسوالیو کې تروریستي فعالیت کاوه،چې د تخریبي کړنو پر مهال د ملي امنیت مؤظفینو له لورې نیول شوي دي.

د هغه په وینا په نیول شوو کسانو کې رحمت الله د وسله والو طالبانو سرګروپ،اسامه چې د ماین جوړونې دنده یې درلوده،محي الدین،حضرت ولي،سید جان او ګلو شامل دي.

نیول شوو کسان،چې رسنیو ته وښودل شول،پخپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.
د رحمت الله په نوم د وسله والو طالبانو نیول شوي سرګروپ وویل،په بټي کوټ ولسوالۍ کې یې د شاوخوا یو نیم کال راهیسې د وسله والو طالبانو په لیکو کې فعالیت کاوه،چې د تېرو درې میاشتو را پدیخوا یې د سرګروپ په توګه دنده ترسره کوله.

د نیول شوو وسله والو طالبانو بل غړی حضرت ولي وایي، شاوخوا درې کاله یې د وسله والو طالبانو په لیکو کې فعالیت کاوه او په حصارک او خوږیاڼو ولسوالۍ کې یې په بېلابېلو امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړې وو،چې په وروستیو کې د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شو.

د یادونې وړده،چې د روانې اونۍ په ترڅ کې هم د ملي امنیت مؤظفینو له لورې لسګونه داعش او وسله وال طالبان نیول شوي دي
.
 
 
 
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top