لغمان: د ۴۰ ښځو په شمول ۱۰۰ کسان له مسلکي حرفوي زده کړو فارغ شول

لغمان: د ۴۰ ښځو په شمول ۱۰۰ کسان له مسلکي حرفوي زده کړو فارغ شول



روهي (يوه نۍ/۱۰ د مرغومي) په لغمان ولايت کې د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست د رونيز مرکز څخه ۴۰ ښځې او ۶۰ نارينه د کمپيوټر، موبايل، موټر سايکل جوړولو او همدارنګه ميرمنې د خياطۍ او خمک دوزۍ په برخه کې شپږ مياشتنۍ زده کړې تر لاسه او نن يې د فراغت سندونه واخېستل.

لغمان والي عبدالجبار نعمي، وويل "د فقر، بې سوادۍ او بېکارۍ پر وړاندې مبارزه د ملي یووالي حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي او موږ ژمن یو چې په دې ولایت کې د بې روزګاره خلکو لپاره کاري اسانتیاوې برابرې کړو."

په ياد ۴۰ ميرمنو کې داسې ميرمنې شاملې دي، چې د خپلې کورنۍ مسووليت او د ډوډۍ پيدا کول ورغاړې دي.

د چارواکو په وينا يادو فراغو کسانو ته د مسلکۍ زده کړو پر ورکولو سربېره، تصديق پاڼې، کاري اړين وسايل هم ورکړل شول او د زده کړو په وخت کې د تک - راتګ د کرايي لپاره په مياشت کې ۱۰۴۰ افغانۍ هم ورکول کېدې.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top