ننګرهار: د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی بريد شوی

ننګرهار: د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی بريد شوی



روهي (يوه نۍ/۱۰ د مرغومي)، د ننګرهار ولايت په هسکې مينې ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی بريد شوی، چې د راپورونو پربنسټ ۱۵ کسان يې وژلي او ۱۴ نور ټپيان دي.

ياد بريد د هسکې مينې د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې په مراسمو کې له غرمي وړاندې شوی دی، د پېښې ډېری قربانيان ملکي وګړي او د پخواني ولسوال ګل ولي خان د کورنۍ غړي دي.

د ننګرها ولايت مقام ياده پېښه تائيد کړي، په وينا چې چاودېدونکي توکي په يو موټر سايکل کې له وړاندې ځای پر ځای شوي وو، چې د جنازې مراسمو ته د خلکو په زياتېدو یې چاودنه وکړه.

افغان چارواکو ياده پېښه ترورېستي بريد ياد کړی او په سختو ټکو يې غندلې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top