۱۱۳میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا دوه پروژې منظور شوې

۱۱۳میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا دوه پروژې منظور شوې



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۰مه) د افغانستان جمهوري ریاست یا ارګ وايي، د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د ګازي برېښنا د تولید او د برېښنا تولیدي دستګاه د نصب د پانګونې لومړنۍ پروژې منظور کړې.
له ارګ څخه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه پرون ماښآم په ارګ کې جوړه شوې وه.
ویل شوې، چې په یاده غونډه کې د لومړي ځل لپاره د عامه او خصوصي( Public Private Partnership ) مشارکت پانګونې دوه قراردادونه د مالیې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت عمومي ریاست ملي تدارکاتو کمیسیون ته وړاندې او کمیسیون تصویب کړل.
خبرپاڼه له مخې، چې د پانګونې دا قراردادونه د ۳۸٫۸ میلیون ډالرو په ارزښت د شبرغان د ګازي برېښنا تولید پروژه ده چې بیات پاور شرکت ورباندې پانګونه کوي او د مزار شریف د برېښنا تولید نصب دستګاه پروژه چې د غضنفر ګروپ او د نړیوال بانک مالي بین المللي بنسټ ( International Financial Cooperation–IFC ) د ۷۵ میلیون ډالر پانګونې په ارزښت تطبیقېږي.
په دغو پروژو کې د افغانستان برېښنا شرکت، د انرژۍ او اوبو او کانونو وزارتونه او د ځمکو اداره هم دخیل دي او د دې پروژو قراردادونه (جوړول – ملکیت او ګټه اخیستنه) دي او د DLA Piper  شرکت په حقوقي توګه ورته دقت کړی او د پیسو بین المللي صندوق(IMF) او IDA هم ورسره موافقه کړې ده.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top