د افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي موادو انتقال پیلیږي

د افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي موادو انتقال پیلیږي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۰مه) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټي توکو انتقال پیلېږي.
د سوداګري او صنایعو خونې ویاند ښاغلي صیام الدین پسرلي ویلي، چې دې اړه د دواړو حکومتونو د سوداګرېزو پلاویو ترمنځ خبرې اترې هم شوي دي.
هغه زیاته کړې ده، افغانستان د ازبکستان د ریل ‎کرښې له لارې خپل سوداګرېز توکي چین او د منځني اسیا هېوادنو ته ټرانزیټ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت په دې وروستیو کې ازبکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال له هغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top