لوګر کې ۳تنه وسله وال وژل شوي

لوګر کې ۳تنه وسله وال وژل شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۰مه)  د لوګر ولایت امنیه قومانداني مسوولینو خبر ورکړی، چې تیره شپه د دغه ولایت د بره کي برک ولسوالې په نامزرو کلي ۳تنه وسله وال وژل شوي دي
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ښاغلي شاپور احمدزي ویلي، لوګر امنیه قومنداني تیره شپه په برکي برک ولسوالي کې عملیات ترسره کړي دي. 
د هغه په وینا، په وژل شویو وسله والو کې د قاري منیر په نوم د وسله والو یو سیمه ییز قوماندان هم شامل دی.
ویلي شوي، چې په دغه عملیاتو کې شپږ میله وسله هم نیول شوې ده.
هلته  ځايي خلک ویلي، چې په عملیاتو کې یې دوه تنه قومي مشران هم نیولي دي، خو لوګر امنیه قومنداني دا خبره نه  تاییدوي.
 تر دې مه وسله والو طالبان په دې اړه څه نه ویلي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top