عدليي وزارت: "د تبيان فرهنګي مرکز کړنې غېرې قانوني دي او د يو فرهنګي مرکز په توګه بايد له بهرنيو هېوادونو سره اړېکې ونه لري"

عدليي وزارت: "د تبيان فرهنګي مرکز کړنې غېرې قانوني دي او د يو فرهنګي مرکز په توګه بايد له بهرنيو هېوادونو سره اړېکې ونه لري"



روهي (يوه نۍ/۱۰ د مرغومي)، تېره اونۍ په کابل کې د تبيان په نوم د يو فرهنګي مرکز دننه ځانمرګی بريد وشو، چې شاخوا ۴۱ کسان يې ووژل او ۸۴ نور يې تپيان کړل، بريد هغه وخت رامنځ ته شو چې په ياد مرکز کې افغانستان ته د روسانو د راتګ د ۳۸ کليزې په پار غونډه رابلل شوې وه.

دهېواد عدليي وزارت وايي، چې ياد مرکز په عدليي وزارت کې د سياسي ګوند په توګه ثبت نه دی، نو نه شي کولی چې سياسي فعالت لکه د مرغومي شپږمې غوڼده او نور ترسره کړي، د ټولنو د قانون اړوند ، فرهنګي مرکزونه بايد له سياسي فعاليت لېرې او پرته له دې چې له بهرنيو هېوادونو او ټولنو سره اړيکې ولري، خپلواک پاتې شي.

ياد مرکز په هېواد کې د سياسي ګوند په توګه فعاليتونو کول، د ياد مرکز يو کس ادعا کړي، چې تبيان د يو سياسي ګوند په توګه له عدليي وزارت سره شپږ کاله وړاندې د رسمي ثبت او رجېسټر کارونه خلاص کړې دي.

په ياد مرکز باندې داسې تورونه شته، چې د ايران لپاره يې په افغانستان کې سياسي فعاليتونه کول او د ايران د مستعقيم ملاتړ لاندې يې کار کولو.

په ياد مرکز باندې د ترسره شوې بريد مسووليت داعش ډلې په غاړه اخېستی.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top