ننګرهار: وسله والو یو استاد او یو محصل وژلي دي

ننګرهار:  وسله والو یو استاد او یو محصل وژلي دي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۰مه) د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت په بټې کوټ ولسوالۍ کې وسله والو یو استاد او یو محصل وژلي دي.
د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت له بټي کوټ ولسوالۍ سې پایو سیمې څخه په جلال اباد ښار کې د زراعت انسټیټوټ استاد امام جان او د ګلبدین په نوم یو تن محصل، چې دوه ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له لورې تښتول شوي، تېره ورځ وژلي دي.
د ځايي خلکو په خبره، دغه استاد او محصل دواړه د بټي کوټ ولسوالۍ د سې پایو قریې اصلي اوسیدونکي وو.
په ننګرهار کې وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top