په جلال اباد ښار کې د ځانمرګي برید مخه ونیول شوه

په جلال اباد ښار کې د ځانمرګي برید مخه ونیول شوه



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي۱۰مه) د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ښار کې امنیتي ځواکونو د یو ځانمرګي برید مخه نیولې ده.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي شوي، د ننګرهار ولایت ملي امنیت مؤظفینو د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ بازار اړوند د مبایلو په یو پلورنځي کې د ځانمرګي برید لپاره، له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ له دوکاندار سره یو ځای نیولی دی.
د خبرپاڼې له مخې، طالبانو ځانمرګی برید چمتو کړی و مګر د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.
بل خوا د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار ولایت چې د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري او په دې وروستیو کې ترې د پېښو ډير راپورونه هم ورکړ شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top