مزار شریف کې د پولیسو پر موټر بمي برید ۱۲ تنه ټپيان کړل

مزار شریف کې د پولیسو پر موټر بمي برید ۱۲ تنه ټپيان کړل


د بلخ امنیتي چارواکي وایي چې د مزار شریف په مربوطاتو کې د پولیسو پر یوه موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له امله ۱۲ تنه ټپیان شوي دي. د بلخ امنیت آمر عبدالرازق قادري ویلي دي چې نوموړې چاودنه د یوه ټکسي موټر په خوا کې شوې ده چې له امله یې دوه پولیس، د ټکسي چلوونکی او نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د بلخ روغتون مسوولینو ویلي دي چې د ځینو ټپيانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی. تر اوسه چا د دې چاودنې پړه پرغاړه نه ده اخیستې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top