حزب اسلامي: "امرالله صالح شر اچوونکی دی"

حزب اسلامي: "امرالله صالح شر اچوونکی دی"



روهي (يوه نۍ/۱۰ د مرغومي)، دوه ورځې وړاندې د ملي امنيت پخواني رئيس امرالله صالح په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي وو، چې د افغانستان اسلامي ګوند له داعش ډلې سره اړېکې لري، د هغه کسانو له ډلې څخه چې حکومت د داعش ډلې سره د همکارۍ په تور نېولي، شل کسان يې د ګلبدين د پخوانيو او اوسنيو کسانو څخه وو.
 
ښاغلې صالح همدا ډول ادعاء کړي، چې حکمتيار د هغه بنديانو د خلاصون هڅه کړي، چې د داعش په تور له حکومت سره بنديان دي او په دې اړه حکمتيار له امنيتي چارواکو سره لېدنې ترسره کړي.

تېره ورځ د افغانستان اسلامي ګوند د يادو څرګندونو په اړه غبرګون وښوود او زياته يې کړه، چې د حکمتيار په مشرۍ اسلامي ګوند په هېواد کې د سولې او امنيت په هڅه کې دی، نه د بې ثباتۍ او ستونزو په لټه کې.

د اسلامي ګوند يو لوړ پوړې غړي قريب الرحمن سعيد له امريکا غږ سره په خبرو کې ويلي، "نه پوهيږم چې ولې دا ډول کسان د خپلو پيغامونو په خپرولو سره د شر او فساد سبب کيږي، حکمتيار يو ملي رهبر دي او اسلامي ګوند يو ستر ګوند دی."
 
ښاغلي سعيد همد ا ډل زياته کړه، چې په دې ډول څرګندونو سره ياد کسان نشي کولی چې په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره د حزب اسلامي کلک هوډ او ادارې باندې کومه بده اغېزه وکړي.
 
اسلامي ګوند د جمعيت ګوند يو له ستر سيال ګوند څخه شمېرل کيږي، چې په راتګ سره يې اسلامي جمعيت ګوند ليوالتيا نه درلوده او همدا ډول، د راپورونو پر بنسټ، جمعيت ګوند هڅه کوله چې د سولې له پروسې سره د ګلبدين حکمتيار له يو ځای کېدو پر وړاندې خنډونو او ستونزې جوړې کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top